په لېبيا كښې 20 غېر قانوني كډوال ډوبېدو سره مړه شوي، په بحيره روم كښې 30 كډوال بې دركه شوي

طرابلس 30 جون (اے پي پي) د لېبيا د رېسكيو اهلكارو د هېواد سرحدي سيمې چاډ سره نزدې په رېګستان كښې د 20 غېر قانوني كډوالو مړي موندلي دي. د المانې مېډيا له مخې د رېسكيو چارواكو وئيلي دي چې د دې كسانو جسدونه د كفره په نوم د ښار نه تقريباً 320 كلوميټره لرې په سوئيلي لوېديځه چاډ سيمه كښې په ريګستان كښې د ټرك څخه ترلاسه شوي دي. …

طرابلس 30 جون (اے پي پي) د لېبيا د رېسكيو اهلكارو د هېواد سرحدي سيمې چاډ سره نزدې په رېګستان كښې د 20 غېر قانوني كډوالو مړي موندلي دي. د المانې مېډيا له مخې د رېسكيو چارواكو وئيلي دي چې د دې كسانو جسدونه د كفره په نوم د ښار نه تقريباً 320 كلوميټره لرې په سوئيلي لوېديځه چاډ سيمه كښې په ريګستان كښې د ټرك څخه ترلاسه شوي دي. په دې لړ كښې د ټرك يو ځائي ډرائيور د رېسكيو چارواكو ته اطلاع وركړې وه. د چارواكو له مخې دا ټول كسان د لوږې تندې په وجه مړه شوي دي. له بلې خوا لېبيا سره نزدې په بحيره روم كښې د 30 غېر قانوني كډوالو كشتې ډوبه شوې او په نتيجه كښې ئې 30 غېر قانوني كډوال په سمندر كښې ډوبېدو سره بې دركه شوي دي. په بې دركه كسانو كښې د 5 مېرمنو پشمول 8 ماشومان شامل دي. د بې دركه كسانو د لټون عمليات روان دي.

مزید خبریں