كوئټه 30 جون (اے پي پي) د عالمي مجلس تحفظ ختم نبوت بلوچستان ناظم تبليغ مولانا مفتي محمد احمد خان وئيلي دي چې د انسانيت خدمت په مونږ ټولو فرض دے، بايد د افغانستان د زلزله ځپليو مرستې لپاره مونږ ټول خپل كردار ترسره كړو، په افغانانانو وروڼو سخت وخت راغلې، په يو صورت به هم د دوي ملګرتيا نه پرېږدو. ده دا خبرې په مركزي جامع مسجد قندهاري كښې د زلزله ځپليو د مرستې كمپائن په موقع په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع په باچا خان چوك كښې د مرستې كېمپ هم ولګول شو. مفتي محمد احمد خان ووئيل چې د غم جن انسانيت خدمت هم عبادت دے، مسلمان چې په كوم هېواد كښې هم په مصيبت او مشكل كښې وي نو د ټولو مسلمانانو ذمه واري ده چې مرسته ئې وكړي او هم د دې جذبې له مخې افغان زلزله ځپليو لپاره مرسته جمع كولې شي. ده ووئيل چې شتمن خلق دې هم په دې لړ كښې بشپړه مرسته وكړي.