بغداد 30 جون (اے پي پي﴾ د عراق د ماحولياتو وزير د نړۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې د موسمياتي بدلونونو د چېلنجونو په مخ نيوي كښې د عراق مرسته وكړي. د چينائي مېډيا له مخې د عراق د ماحولياتو وزير جاسم الفلاحي په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د عراق اولس د تېرو لسيزو څخه د مشكلو سياسي او معاشي حالاتو څخه راتېر شوے، موسمياتي بدلونونه به په دې كشالو كښې لا اضافه وكړي او د دې مخ نيوي لپاره به د نړۍ مرسته ضروري وي. د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام په عراق كښې دوه كلن موسمياتي اېكشن پراجېكټ پېل كړے.