د امريكې په ټېكساس ايالت كښې په كانټينر كښې د سا بندېدو په وجه د مړو كسانو شمېره 52 ته رسېدلې

هوسټن 30 جون (اے پي پي) د امريكې په ټېكساس ايالت كښې په كانټينر كښې د سا بندېدو په وجه د مړو كسانو شمېره 52 ته رسېدلې ده. د چينائي مېډيا له مخې د مېكسيكو د نېشنل امېګرېشن انسټي ټيوټ مشر فرانسكوګارډونويانيز مېډيا ته وئيلي دي چې په مړو كسانو كښې 40 سړي او 13 مېرمنې شاملې دي. ده ووئيل چې د امريكې او مېكسيكو په پوله د انساني قاچاق په نتيجه كښې زيات مرګونه كېږي. ده ووئيل چې په مړو كسانو كښې د 27 تعلق مېكسيكو، د 14 هنډراس، د 7 ګوئټے مالا او د دوه تعلق اېل سلواډور سره دے. د درې ځپليو پېژندګلي نه ده شوې.