په دې سخت وخت كښې د زلزلې له امله د ځپلو افغانانو مرسته كول لويه خبره ده۔ افغان قونصل جنرل حافظ محب الله

پېښور 29 جون (اے پي پي)په پیښور كښې د افغانستان قونصل جنرل حافظ محب الله وئېلي ديپه دې سخت وخت كښې د زلزلې له امله د ځپليو افغانانو مرسته لويه خبره ده او هر چا له پكار دي چې په حالاتو كښې د افغانستان زلزله ځپليو مرسته وكړي۔هغه په پیښور كښې تېره ورځ د سوداګرو لخوا د افغانستان زلزله ځپليو لپاره د راجمع كړي فنډ او عطيې وصولۍ په موقع …

پېښور 29 جون (اے پي پي)په پیښور كښې د افغانستان قونصل جنرل حافظ محب الله وئېلي ديپه دې سخت وخت كښې د زلزلې له امله د ځپليو افغانانو مرسته لويه خبره ده او هر چا له پكار دي چې په حالاتو كښې د افغانستان زلزله ځپليو مرسته وكړي۔هغه په پیښور كښې تېره ورځ د سوداګرو لخوا د افغانستان زلزله ځپليو لپاره د راجمع كړي فنډ او عطيې وصولۍ په موقع دستورې ته وېنا كوله۔په دې موقع د كرنسۍ صرافه اېسوسي اېشن صدر صراف ملك عبدالله او د پرېس اينډ پبلشرز اېسوسي اېشن صدر ظفر خټك حافظ محب الله ته د زلزلې له امله د ځپليو كسانو لپاره نغدې پيسې او نور عطيات وسپارل۔ملك عبدالله ووئيل په دې سخت وخت كښې د افغانستان ځپليو لپاره د پیښور سوداګرو لاكهونه روپۍ راغونډولوسره ثابت كړی چې د دواړو هېوادونو اولس په اسلامي تعليمات عمل سره د يو بل مرسته كوي۔ظفرخټك ووئيل د پېښور سوداګرو د افغانستان اولس خپل ګڼي ځكه ئې مرسته كړی او هڅه كوو چې دا لړۍ روانه وساتلې شي۔حافظ محب الله د پېښور سوداګرو او اولس مننه كولو سره ووئيل د پاكستان اولس٬حكومت او فلاحي ادارو د افغانستان حكومت او ځپلې اولس لويه مرسته كړې او ثابته كړې ئې ده چې دواړه هېوادونه يو بل سره د ښو اړيكو خوښي لري او د يو بل په خوشحالۍ او غم كښې شريك دي

مزید خبریں