ملګرو ملتونو حوثيانو ته د يمن تعز ښار لپاره د مركزي سړكونو بېرته كولو اپيل وكړو

صنعاء 29 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو حوثي ياغيانو ته اپيل كړے چې ھغوي په سوئيلي ختيز كښې د يمن محصور تعز ښار لپاره مركزي سړكونو بېرته كړي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ يمن لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي هنس ګرنډ برګ وئيلي دي مونږ حوثي مليشياﺀ څخه اپيل كړے چې ذكر شوي سړكونه بېرته كړي۔ ده دا اپيل د حوثيانو د مذاكراتو چيف محمد عبدالسلام سره د اومان په پايه تخت مسقط كښې د ملاقات په مهال كړے۔ دې نه پس خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل مونږ په ملاقات كښې د جنګ بندۍ نفاذ په خاص توګه تعز او نور ګورنرېټس كښې د سړكونو بېرته كولو ته د ترجېج په بابله خبرې اترې كړي۔ ده ووئيل د يمن اولس مسئلو كمولو او د اعتماد پېدا كولو لپاره د سړكونو بېرته كول ډېر ضروري دي