د تركيه صدر رجب طيب اردوان د امريكې خپل همڅنګ جوبائېډن سره ټېلي فوني تماس

انقره 29 جون (اے پي پي) د تركيه صدر رجب طيب اردوان د امريكې خپل همڅنګ جوبائيډن سره ټېلي فوني تماس نيولے ۔ د ټېلي فوني خبرو اترو په مهال د تركيه او امريكې د اړيكو په ټولو اړخونو او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د تركيه خبررسنې ادارې له مخې د تركيه د اطلاعات صدارتي څانګې وئيلي دي د دواړو مشرانو ترمېنځه په ټېلي فوني خبرو كښې په مېډرډ كښې د ناټو مشرانو غونډې نه وړاندې په اېجنډا هم غور شوے۔ د تركيه صدر مېډرډ ته د روانېدو نه وړاندې خپل بيان كښې د جوبائيډن سره ډېر زر د ملاقات خواهش ظاهر كړے٬ د كوم چې ھغه مثبت ځواب وركړے۔ بلخوا سپېنې ماڼۍ وئيلي دي د امريكې صدر جو بائيډن به د ناټو مشرتابه غونډه كښې د تركيه صدر سره ملاقات كوي