کوالالمپور 28 جون (اے پي پي) ملائیشیا كښې د کورونا وائرس نور 1,894 نوې كيسونه رپورټ شوې دغسې په دې مهال 8 كسان مړه شوې دي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې ملائیشیا د روغتيا وزارت له مخې هېواد كښې د کورونا وائرس 1,894 نوې كيسونه رامخې ته شوې دې نه پس په هېواد كښې د كوويډ كيسونو مجموعی شميره 4,558,558 ته رسيدلې ده۔رپورټ له مخې په دې مهال …
ملائیشیا كښې د كورونا وائرس 1894 نوې كيسونه رپورټ شوې، 8 كسان مړه
کوالالمپور 28 جون (اے پي پي) ملائیشیا كښې د کورونا وائرس نور 1,894 نوې كيسونه رپورټ شوې دغسې په دې مهال 8 كسان مړه شوې دي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې ملائیشیا د روغتيا وزارت له مخې هېواد كښې د کورونا وائرس 1,894 نوې كيسونه رامخې ته شوې دې نه پس په هېواد كښې د كوويډ كيسونو مجموعی شميره 4,558,558 ته رسيدلې ده۔رپورټ له مخې په دې مهال نور 8 كسان مړه شوې دي دې نه پس د مړو شميره 35,754 ته رسيدلې ده۔د روغتيا وزارت جاری کړې شوې رپورټ له مخې تر اوسه په هېواد كښې 85.9 فیصده آبادۍ ته د کووډ-19 ویکسین يو نه يو خوراك لګيدلې دې دغسې 83.5 فیصده آبادۍ ته د كوويډ-19 بشپړه ډوز وركړې شوې او 49.4 فیصده آبادۍ ته بوسټر ډوز لګيدلې دې۔











