ګلګت بلتستان لپاره د مالي كال 23-2022 په مجموعي توګه 119 اربه 32 كروړه 28 لكه 94 زره بجټ وړاندې كړے شو

ګلګت 27 جون (اے پي پي) ګلګت بلتستان لپاره د مالي كال 23-2022 په مجموعي توګه 119 اربه 32 كروړه 28 لكه 94 زره بجټ وړاندې كړے شوے٬ د ماليات وزير جاوېد منوا په اسمبلي كښې بجټ وړاندې كړو٬ د ګل په ورځ په وړاندې كړي بجټ كښې پرمختيائي منصوبو لپاره په مجموعي توګه 47 اربه 88 كروړه 76 لكه 54 زره روپۍ او غېر پرمختيائي منصوبو لپاره 61 اربه …

ګلګت 27 جون (اے پي پي) ګلګت بلتستان لپاره د مالي كال 23-2022 په مجموعي توګه 119 اربه 32 كروړه 28 لكه 94 زره بجټ وړاندې كړے شوے٬ د ماليات وزير جاوېد منوا په اسمبلي كښې بجټ وړاندې كړو٬ د ګل په ورځ په وړاندې كړي بجټ كښې پرمختيائي منصوبو لپاره په مجموعي توګه 47 اربه 88 كروړه 76 لكه 54 زره روپۍ او غېر پرمختيائي منصوبو لپاره 61 اربه 44 کروړه 6 لكه 40 زره روپۍ اېښودلې شوي ٬ په 47 اربه 96 کروړه پرمختيائي بجټ كښې اے ډي پي لپاره 17 اربه 96 کروړه او 18 اربه 50 کروړه وفاقي پي ايس ډي پي منصوبو او 10 اربه په غنمو سبسډي لپاره دي٬ د سرکاري ملازمانو په تنخاګانو كښې 15 فيصده اضافې سره اېډهاك ريليف الاوئنسز د ضم كولو تجويز هم وركړے شوے او د لږ نه لږ مياشتنے اجرت 25 زره روپۍ تجويز كړے شوے ٬ دې سره سركاري ملازمانو لپاره د 15 فيصد ډي آر اے وركولو هم سفارش شوے ۔په كلن پرمختيائي پروګرام كښې غېر آباد زمكو او سړكونو جوړولو لپاره 64 کروړه 48 لكه او د ويليو چين ډويلپمنټ لپاره 56 کروړه 20 لكه اندازه لګولې شوې٬ دغسې بجټ كښې د تعليم څانګې لپاره 2 اربه 25 کروړه 15 لكه 66 زره روپۍ ، صحت لپاره 1 اربه 20 کروړه 76 لكه 98 زره روپۍ اېښودلې شوي٬ د توان څانګې لپاره 2 اربه 53 کروړه 27 لكه، تعميرات څانګې لپاره 5 اربه 39 کروړه 53 لكه، انتظامي او قانون نافذ كوٶنكو ادارو استعداد كار زياتولو لپاره 60 کروړه 53 لكه روپۍ د مختص كولو تجويز دے۔ ځائي حكومت او د كليوال پرمختګ څانګې لپاره 1 اربه 1 کروړه 60 لكه 54 زره، د زراعت څانګې ، د څارو او فشريز چارو لپاره 76 کروړه 58 زره 76 زره روپۍ د مختص كولو وئېلې شوي٬ دغسې جنګلونو٬ ځنګلي حيات او ماحوليات لپاره 17 کروړه 48 لكه 79 زره روپۍ مختص كول دي۔ د معدنيات او صنعت څانګې لپاره 12 کروړه 17 لكه 25 زره، د خوراك څانګې لپاره 4 کروړه 98 لكه 84 زره روپۍ د بېلولو تجويز دے ٬ دغسې سېلګرۍ٬ كلتور٬ لوبو او د ځوانانو چارو لپاره 28 کروړه 85 لكه 70 زره، د سماجي بهبود څانګې لپاره 26 کروړه 65 لكه روپۍ تجويز كړے شوي

مزید خبریں