ويلنګټن 27 جون (اے پي پي) نيوزي لينډ كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 5 زره 549 كيسونه رپورټ شوې دي ٬ د دې نه پس په ټول هېواد كښې د ځپليو مجموعي شميره 13لكهه 7 زره 44 ته رسيدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې نيوزي لينډ د روغتيا وزارت وئيلي دي چې ځپليو كښې 1796كيسونه د هېواد تر ټولو لوئ ښار آكلينډ …
نيوزي لينډ كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس 5549 كيسونه رپورټ شول
ويلنګټن 27 جون (اے پي پي) نيوزي لينډ كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 5 زره 549 كيسونه رپورټ شوې دي ٬ د دې نه پس په ټول هېواد كښې د ځپليو مجموعي شميره 13لكهه 7 زره 44 ته رسيدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې نيوزي لينډ د روغتيا وزارت وئيلي دي چې ځپليو كښې 1796كيسونه د هېواد تر ټولو لوئ ښار آكلينډ څخه رپورټ شوې دي۔ وزارت ووئيل ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د وائرس له امله 11 كسان مړه شوې دي ٬ دې نه پس د مړو مجموعي شميره يو زر 421 ته رسيدلې ده دغسې د وائرس له امله 12 لكهه 76 زره 155 كسان ښه شوې دي۔ وزارت ووئيل وائرس له امله ځپلې شوې 383 كسان اوس هم روغتونونو كښې بستر دي۔











