
اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام كښې د كشمير چارو وزارت او د ګلګت بلتستان ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره په مجموعي توكھ د 21 ارب 84 كروړ 14 لك روپو څخه زيات فنډ جاري كړې دې ۔حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي كارونو له 23 ارب 23 كروړ 70 لك روپۍ بېلې كړي۔د پلاننګ كميسون لخوا جاري كړې شويو شمېرو ترمخه حكومت هر يو هائيډرو پاور پراجېكټس له 14 كروړ 94مه لكه٬ 16 مېګاواټ نلتر هائيډرو پاور پراجېكټ له 16 كروړ٬نلتر 5 له يو ارب٬ ګلګت بلتستان 8 بلاك له 9 ارب 42 كروړ او ميرپور واټر سپلائي او سيوريج له 35 كروړ روپۍ بېلې كړې دي