د بلوچستان په سرښار كوئټه كښې په موټري بمي چاودنه كښې د 7 پوليس اهلكارو پشمول 13 كسان مړه او 21 ژوبل شوي

كوئټھ 23 جون (اے پی پی) د بلوچستان په سرښار كوئټه كښې په موټري بمي چاودنه كښې د 7 پوليس اهلكارو پشمول 13 كسان مړه او 21 ژوبل شوي۔چاودنه په كوئټه كښې د پوليسو آئي جي د دفتر بهرني ديوال سره نزدې شوې۔د كوئټې ډي آئي عبدالرزاق چيمه له مخې د جمعې پھ سهار د كوئټې د ګلستان لويې لارې پھ سيمه كښې دا پېښه رامينځ ته شوې چرته چې …

كوئټھ 23 جون (اے پی پی) د بلوچستان په سرښار كوئټه كښې په موټري بمي چاودنه كښې د 7 پوليس اهلكارو پشمول 13 كسان مړه او 21 ژوبل شوي۔چاودنه په كوئټه كښې د پوليسو آئي جي د دفتر بهرني ديوال سره نزدې شوې۔د كوئټې ډي آئي عبدالرزاق چيمه له مخې د جمعې پھ سهار د كوئټې د ګلستان لويې لارې پھ سيمه كښې دا پېښه رامينځ ته شوې چرته چې پوليس اهلكارو يو شكمن ګاډي ته د ودرېدو اشاره وكړه ګاډې ونه درېدو او د پوليس اهلكارو بل ځاې ګاډې ودرولو او پھ دې مهال زوروره چاودنه وشوه۔دد ځايې چارواكو له مخې په شهيدانو كښې 7 پوليس اهلكار هم شامل دي۔21 ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي چې پكښې 17 د طبي مرستې نه پس فارغ كړی شوي۔ډي آئي جي آپرېشن وئېلي دي چې د پیښې پلټنې روانې دي۔ده ووئيل چې د ښار امنيت ټينګ كړې شوې وو٬پوليس اهلكارو ځان قربانولو سره د لويې پیښې مخه نيولې٬ ډي جي سول ډيفنس محمد اسلم ترين وئېلي دي چې په چاودنه كښې د 75 كلوګرام نه زيات چاودېدونكي توكي كارول شوي۔د سول ډيفنس ډي جي محمد اسلم ترين٬د بلوچستان د پوليسو آئي جي د پېښې په اړه راپور بلوچستان وزيراعلٰی ته وړاندې كړې شوې او وزيراعلٰی وئېلي دي چې د ترهه ګرو ملا ماته كړی شوې او پاتې ترهه ګر به هم ډېر زر انجام ته ورسول شي