د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان سره اے اېن اېف ډي جي ميجر جنرال مسرت نواز ملك ملاقات وكړو

اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان سره اے اېن اېف ډي جي ميجر جنرال مسرت نواز ملك د جمعې په ورځ پھ پنجاب هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د اے اېن اېف ډي جي د كورنيو چارو وزير ته د پي آئي اے د الوتكې د نشه اي توكو د قاچاق كيس د پلټنو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده ووئيل چې د تفتيش …

اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان سره اے اېن اېف ډي جي ميجر جنرال مسرت نواز ملك د جمعې په ورځ پھ پنجاب هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د اے اېن اېف ډي جي د كورنيو چارو وزير ته د پي آئي اے د الوتكې د نشه اي توكو د قاچاق كيس د پلټنو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده ووئيل چې د تفتيش په مهال د شواهدو په رڼا كښې په پیښه كښې ككړ زياتره كسان نيول شوي دي۔د كورنيو چارو وزير د تفتيش پھ لړ كښې د اے اېن اېف د كردار ستائنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د دې كيس دې پھ موثره توګه پيروي وكړې شي او په هر صورت دې منطقي انجام ته ورسول شي