
اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي د حكومت او مخالفو ګوندونو د ټي او آرز كمېټۍ كښې تر ډېره حده سلا راغلې ده ٬په دوهم پړاؤ كښې به په ټي او آرز بشپړه خبره كولې شي٬مخالفې ډلې 15 څخه 2 نكات د بېرته اخستو وړاندېز وركړے دے۔د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د ټي او آرز كمېتۍ غونډې څخه وروستو خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل كمېټۍ په زړه پورې چاپېرچل كښې د اپوزيشن سره پھ سلا مخ پھ وړاندې روانه ده