پیښور 23 جون (اے پي پي)په افغانستان كښې زلزله كښې د يو زرو نه د زياتو كسانو مرګ او 2 زره څخه د زياتو ژوبل شوو تر مخه پراونشل ډاكټرز اېسوسي اېشن د صوبائي حكومت په خواست په بېړني بنيادونو د 60 ډاكټرانو فهرست چې پكښې د بېلا بېلو څانګو پوهان ډاكټران شامل دي۔د روغتيا وزير٬د روغتيا سېكرټري او د هېلت ډي جي سره جمع كړے۔د پراونشل ډاكټرز اېسوسي اېشن …
افغانستان زلزله٬د ژوبل شوو مرستې لپاره د ډاكټرانو فهرست جوړ شو٬د ورور اسلامي هېواد زلزله ځپليو له به هر ډول طبي مرسته وركولې شي۔پي ډي اے

مزید خبریں
پیښور 23 جون (اے پي پي)په افغانستان كښې زلزله كښې د يو زرو نه د زياتو كسانو مرګ او 2 زره څخه د زياتو ژوبل شوو تر مخه پراونشل ډاكټرز اېسوسي اېشن د صوبائي حكومت په خواست په بېړني بنيادونو د 60 ډاكټرانو فهرست چې پكښې د بېلا بېلو څانګو پوهان ډاكټران شامل دي۔د روغتيا وزير٬د روغتيا سېكرټري او د هېلت ډي جي سره جمع كړے۔د پراونشل ډاكټرز اېسوسي اېشن چيئرمېن ډاكټر زبير ظاهر له مخې حكومت دې ډاكټرانو ته باقاعده ارډر جاري كړي دغسې چې د دوي ډيوټي سټېشن څخه رېليو وي او هغوي ته لاجسټك سپورټ او امنيت هم وركړے شي او دوي د ورور اسلامي هېواد افغانستان زلزله ځپليو ته په وخت طبي مرسته وركړي۔ده ووئيل د نورو پوهانو ډاكټرانو فهرست هم جوړېږي كه چرې د نورو ډلو ضرورت پیښ شو نو هغوي به هم لېږلې شي او په دې سخت وخت كښې به د افغانستان هر ممكنه مرسته كولې شي۔











