د وزيراعظم صوبائي حكومت ته د ژوبل شوو هر ډول طبي آسانيو لپاره سپارښتنه

اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د كاروائۍ سخته غندنه كړې ده په كومه كښې چې بې ګناه كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔د جمعې پھ ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم په وفاقي او صوبائي كچه اړوندو چارواكو ته دې كاروائۍ كښې ككړ كسان انصاف ته د وړاندې كولو سپارښتنه كړې۔ده صوبائي …

اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د كاروائۍ سخته غندنه كړې ده په كومه كښې چې بې ګناه كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔د جمعې پھ ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم په وفاقي او صوبائي كچه اړوندو چارواكو ته دې كاروائۍ كښې ككړ كسان انصاف ته د وړاندې كولو سپارښتنه كړې۔ده صوبائي حكومت ته دا هم سپارښتنه كړې چې هغوي دې ژوبل شويو له هر ډول طبي آسانۍ وركړي۔وزيراعظم په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې سره دعا وكړه چې لوے څښتن دې اروښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ده ووئيل دا ډول بزدلانه بريدونه د ترهه ګرو او انتهاخوښو د مايوسې علامت دے كوم چې د روژې په مياشت كښې بې ګناه خلق په نښه كوي