پېنډي 23 جون (اے پي پي)د پېنډۍ ډپټي كمشنر طاهر فاروق اړوندو ادارو ته هدايت كړے چې د نالو او ناله لئي د صفائۍ كار دې زر تر زره بشپړ كړے شي٬د پشكال بارانونو چېلنجونو سره دې په ډينګي هم قابو وموندلے شي۔جاري شوي بيان له مخې ډپټي كمشنر د ناله لئي او د ښار د لويو نالو دورو په موقع ووئيل بېغوري او سركاري كار كښې د سستۍ مرتكب افسرانو او عملې په ضد به كاروائي په عمل كښې راوستلې شي۔په دې موقع د پېنډۍ ويسټ منيجمنټ كمپنۍ٬واسا٬ميټرو پوليټن كارپورېشن افسران هم د هغه سره وو۔په دې موقع ډپټي كمشنر ته د پشكال بارانونو په مهال د سېلابي صورتحال مخ نيوي تيارو په اړه بريفنګ وركړے شو