تهران 23 جون (اے پي پي) د ايران هلال احمر سوسائټۍ د افغانستان زلزله ځپليو لپاره په بشري بنيادونو د مرسې وركولو اعلان كړې دې۔ د ايران خبر رسنې ادارې له مخې د ايران هلال احمر سوسائټۍ سيكرټري جنرل يعقوب سلېماني د افغانستان زلزله ځپليو لپاره په بشري بنيادونو د مرستې اعلان كړې دې چې پكښې يو زر فوډ پيكجز ، 400 خېمے او نور څيزونه شامل دي كوم به چې د پوځي الوتكي د لارې لېږلې شي۔ده ووئيل په بشري بنياتدونو د مرستې يو بل كھيپ به هم د هېواد سوئيلي ختيز ولايت سيستان او بلوچستان څخه په زمكيزه لاره لېږلې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د افغانستان په غريزه سيمه كښې د شورو په ورځ د 5.9 شدت زلزله ريكارډ كړې شوې چ په نتيجه كښې ئې د مړو مجموعي شميره 1500 دغسې د ژوبل كسانو شميره 2 زره ته رسيدلې۔