امريكې په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

واشنګټن 23 جون (اے پي پي) امريكې په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په شوې زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې سپينه ماڼۍ كښې قومي سلامتيا صلاحكار جيك سوليون خپل يو بيان كښې ووئيل د امريكې صدر جو بائيډن په افغانستان كښې د زلزلې نه پس د صورتحال او پيش رفتونو مانيټرنګ كوي او د امريكې تنظيم يو اېس ايډ او امريكې حكومت نورو شراكت دارو ته ئې سپارښتنه كړې چې زيات ځپلي كسانو مرستې لپاره د امريكې ردعمل اختيارات جاج واخلي۔