ډهاكه 22 جون (اے پي پي) په بنګله دېش كښې په سېلاب كښې د مړو كسانو شمېره 36 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د بنګله دېش چارواكو وئيلي دي چې د جون د 17مې نېټې څخه د جون تر 21مه نېټه په باران كښې په 64 كښې په 27 ضلعو كښې سېلاب راغلے او په نتيجه كښې ئې 36 كسان مړه شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي …
په بنګله دېش كښې په سېلاب كښې د مړو كسانو شمېره 36 ته رسېدلې
ډهاكه 22 جون (اے پي پي) په بنګله دېش كښې په سېلاب كښې د مړو كسانو شمېره 36 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د بنګله دېش چارواكو وئيلي دي چې د جون د 17مې نېټې څخه د جون تر 21مه نېټه په باران كښې په 64 كښې په 27 ضلعو كښې سېلاب راغلے او په نتيجه كښې ئې 36 كسان مړه شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د سېلاب په وجه د زرګونو په شمېر خلقو خپلو كورونه پرېښي دي او محفوظ ځايونو ته تللي دي.











