كابل 22 جون (اے پي پي) د افغانستان په پكتيا او خوست ولايتونو كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي چې په رېكټر سكېل ئې شدت 6.1 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې په نتيجه كښې 280 كسان په حق رسېدلي او 595 ژوبل شوي دي او ګڼ شمېر كورونو ته زيان رسېدلے. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د شورو په سهار د پكتيكا ولايت په برمل، زېروك، نيكه …
په افغانستان كښې د 6.1 شدت په زلزله كښې 280 كسان په حق رسېدلي، 595 كسان ژوبل
كابل 22 جون (اے پي پي) د افغانستان په پكتيا او خوست ولايتونو كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي چې په رېكټر سكېل ئې شدت 6.1 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې په نتيجه كښې 280 كسان په حق رسېدلي او 595 ژوبل شوي دي او ګڼ شمېر كورونو ته زيان رسېدلے. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د شورو په سهار د پكتيكا ولايت په برمل، زېروك، نيكه او ګيان ولسواليو او خوست ولايت كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي. په زلزله كښې د پكتيكا په ياد شويو ولسواليو كښې 255 كسان او په خوست ولايت كښې 25 كسان مړه شوي دي. د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې د زلزلې مركز د خوست ولايت په سوئيلي لوېديځه سيمه كښې و. په زلزله كښې ګڼ شمېر كورونو ته زيان رسېدلې. په پكتيكا ولايت كښې د زمكې ښوئېدنې پېښې همم رامېنځ ته شوې دي.











