په سوئيلي كوريا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 8 زره 992 كېسونه رپورټ شوي دي

سېئول 22 جون (اے پي پي) په سوئيلي كوريا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 8 زره 992 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره يو كروړ 82 لكه 98 زره 341 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د سوئيلي كوريا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د …

سېئول 22 جون (اے پي پي) په سوئيلي كوريا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 8 زره 992 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره يو كروړ 82 لكه 98 زره 341 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د سوئيلي كوريا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 11 كسان مړه شوي دي او دې سره د مړو كسانو شمېره 24 زره 474 ته رسېدلې.

مزید خبریں