نيويارك 21 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې ﴿يونيسف﴾ وئيلي دي چې په بنګله دېش كښې د سېلاب ځپليو 16 لكه ماشومانو پشمول 40 لكه خلق په سمدستي توګه مرستې ته اړتيا لري او په دې لړ كښې يونيسف د 25 لكه امريكائي ډالرو د فنډنګ غوښتنه كړې ده. د چينائي مېډيا له مخې په بنګله دېش كښې د يونيسف استازي شېلډن يټ وئيلي دي چې …
په بنګله دېش كښې د سېلاب ځپليو 16 لكه ماشومانو پشمول 40 لكه خلق په سمدستي توګه مرستې ته اړتيا لري. يونيسف
نيويارك 21 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې ﴿يونيسف﴾ وئيلي دي چې په بنګله دېش كښې د سېلاب ځپليو 16 لكه ماشومانو پشمول 40 لكه خلق په سمدستي توګه مرستې ته اړتيا لري او په دې لړ كښې يونيسف د 25 لكه امريكائي ډالرو د فنډنګ غوښتنه كړې ده. د چينائي مېډيا له مخې په بنګله دېش كښې د يونيسف استازي شېلډن يټ وئيلي دي چې ماشومان په دې وخت كښې د څښكلو پاكو اوبو ته ضرورت لري، د اوبو څخه د پېدا كېدونكو ناروغو مخ نيوې په يو شمېر مهمو اندېښنو كښې يوه اندېښنه ده. ده ووئيل چې يونيسف د دې څخه وړاندې اوبه پاكوونكي 4 لكه داروګان رالېږلي دي كوم به چې د 80 زره كورنيو د يوې اونې پاكو اوبو لپاره كارولې شي.











