مکة المکرمه 20 جون (اے پي پي) بلوچستان سره تعلق لرونكې د پاکستان حج كوٶنكې سيد خېر محمد په مکة المكرمه په شرائع اديره كښې خاورو ته سپارلې شوې۔ د ارواښاد د جنازې په لمونځ كښې په مكه كښې د حج ډي جي ابرار مرزا او ډائريکټر حج ساجد منظور اسدي ګډون كړې۔ په مکة المکرمه كښې د حج ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې سيد خېر محمد …
د پاکستان حج كوٶنكې سيد خېر محمد په مکة المكرمه كښې خاورو ته وسپارلې شو
مکة المکرمه 20 جون (اے پي پي) بلوچستان سره تعلق لرونكې د پاکستان حج كوٶنكې سيد خېر محمد په مکة المكرمه په شرائع اديره كښې خاورو ته سپارلې شوې۔ د ارواښاد د جنازې په لمونځ كښې په مكه كښې د حج ډي جي ابرار مرزا او ډائريکټر حج ساجد منظور اسدي ګډون كړې۔ په مکة المکرمه كښې د حج ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې سيد خېر محمد د جون په اتمه نيټه د پاكستان نه نېغ په نېغه مدينه منوره ته راغلے ٶ او د اته ورځو قيام نه پس مكة المكرمه ته راغلے ٶ او دلته ئې عمره كړې وه۔ په هوټل كښې ئې ناڅاپه طبيعت خرابېدو سره روغتون ته د منتقل كولو نه وړاندې په حق ورسېدو۔ د اروښاد عمر 53 كالو نه زيات ٶ او په مكه كښې د ده د ښخولو اجازه د ده كورنۍ وركړې وه











