د فرانس صدر ايمانوئيل ميکرون پارلمان كښې اكثريت نه محروم شو

پېرس 20 جون (اے پي پي) فرانس كښې د يو نوي تشكيل شوې بائيں بازو سياسي اتحاد او د دائيں بازو په انتخاباتو كښې د اهمې كاميابۍ نه پس صدر ايمانوئيل ميکرون پارلمان كښې د خپل اكثريت نه محروم شوې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې راپور له مخې د انتخاباتو په نتيجه كښې د فرانس سياست بحران سره مخ شوې٬ د دوېم انتخابي راٶنډ نه پس د پنځه پولنګ فرمز …

پېرس 20 جون (اے پي پي) فرانس كښې د يو نوي تشكيل شوې بائيں بازو سياسي اتحاد او د دائيں بازو په انتخاباتو كښې د اهمې كاميابۍ نه پس صدر ايمانوئيل ميکرون پارلمان كښې د خپل اكثريت نه محروم شوې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې راپور له مخې د انتخاباتو په نتيجه كښې د فرانس سياست بحران سره مخ شوې٬ د دوېم انتخابي راٶنډ نه پس د پنځه پولنګ فرمز اندازو له مخې د ايمانوئيل ميکرون مشترکه اتحاد په راتلونكې قامي اسمبلۍ كښې لويه پارتي جوړېدونكې وه خو د 200-260 چوكو نه پس دوي سره اكثريت لپاره په 289 چوكو كښې كمې راغلے دے٬ د انتخاباتو په نتيجه كښې د مېكرون په اپرېل كښې په صدارتي انتخاباتو كښې كاميابي ډېره متاثره كړې ده كله چې ده د انتهائي دائيں بازو تنظيم ته ماتې وركولو سره د دوه لسيزو نه په زياته موده كښې په دوېم ځل په اقتدار كښې كاميابېدونكې د فرانس وړومبې صدر جوړېدو اعزاز حاصل كړې٬ د اندازو له مخې د 70 كلن سخت بائيں بازو لارښود جين لوك ميلينچن په مشرۍ كښې د بائيں بازو نوي اتحاد نيوپس 140 څخه تر 200 چوكۍ د ګټلو اميد لري

مزید خبریں