داعش د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په ګوردواره د بريد ذمه واري قبوله كړه

كابل 19 جون (اے پي پي) داعش د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د سكهانو په ګوردواره د بريد ذمه واري قبوله كړې. د المانې مېډيا له مخې د داعش انتهاخوښې ډلې په خپل ټېلي ګرام چېنل په جاري كړي بيان كښې وئيلي دي چې د خالي په ورځ په كابل كښې هندوان، سكهان او مرتدان په نښه كولو لپاره دا بريد شوے و او دې مقصد لپاره داعش …

كابل 19 جون (اے پي پي) داعش د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د سكهانو په ګوردواره د بريد ذمه واري قبوله كړې. د المانې مېډيا له مخې د داعش انتهاخوښې ډلې په خپل ټېلي ګرام چېنل په جاري كړي بيان كښې وئيلي دي چې د خالي په ورځ په كابل كښې هندوان، سكهان او مرتدان په نښه كولو لپاره دا بريد شوے و او دې مقصد لپاره داعش سهار وختي د ګوردوارې په نښه كولو پلان كړے و. د بريد په مهال يو جنګيالي د ګوردوارې محافظ وژلو سره ګوردوارې ته دننه لاړو او هلته موجود خلق ئې هېنډ ګرېنډ او مشين ګن سره په نښه كړل چې په نتيجه كښې ئې دوه كسان په ټكي مړه او ګن شمېر ژوبل شول. داعش دا بريد په هند كښې د بي جے پي انتهاخوښو مشرانو لخوا د توهين رسالت د دوه جلا جلا پېښو غبرګون ګرځولے.

مزید خبریں