د ګردې نړۍ په 39 هېوادونو كښې د منكي پاكس 1900 كېسونه رپورټ شول

جنيوا17جون (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې ( ډبليو اېچ او) وئيلي دي د ګردې نړۍ په 39 هېوادونو كښې د منكي پاكس 1900 كېسونه رپورټ شوي چې پكښې اته افريقائي هېوادونه هم شامل دي۔ د چېن ميډيا له مخې د ډبليو اېچ او افريقې لپاره ريجنل ډائرېكټر ماتشيډيسو موتي د آن لائن ميډيا بريفنګ په مهال ووئيل تر اوسه په ګانا مراكش كښې پنځه كېسونه رامخې ته شوي …

جنيوا17جون (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې ( ډبليو اېچ او) وئيلي دي د ګردې نړۍ په 39 هېوادونو كښې د منكي پاكس 1900 كېسونه رپورټ شوي چې پكښې اته افريقائي هېوادونه هم شامل دي۔ د چېن ميډيا له مخې د ډبليو اېچ او افريقې لپاره ريجنل ډائرېكټر ماتشيډيسو موتي د آن لائن ميډيا بريفنګ په مهال ووئيل تر اوسه په ګانا مراكش كښې پنځه كېسونه رامخې ته شوي ٬ په نائجيريا كښې 36٬ جمهوريت كانګو كښې 10٬ مېنځنۍ افريقه كښې 8٬ بېنن او كېمروان كښې درې درې او كانګر او برازيل كښې دوه كېسونه رپورټ شوي۔ ده ووئيل په ايتھوپيا، ګني، لائبيريا، موزمبيق، سېراليون، سوډان او يوګانډا ھغه هېوادونه دي چې پكښې د دې نه وړاندې يو كېس نه ٶ رپورټ شوے خو اوس دلته هم د شكمنو كېسونو اطلاعات راغلي دي

مزید خبریں