امريکې د بي جے پي عهديدارو لخوا د توهين آميز بيانونو غندنه وكړه

واشنګټن ډي سي 17 جون (اے پي پي) امريکې د هند د واكمن ګوند بھارتيه جنتا پارټۍ (بي جے پي) عهديدارو لخوا د توهين آميز بيانونو غندنه كړې ده ۔ د امريکې د خارجه څانګې وياند نيډ پرائس د خبري كنفرنس په مهال ووئيل امريكا د بي جے پي د دوه عهدېدارو د جارحانه تبصرو غندنه كوي۔ ده ووئيل مونږ د مذهب او عقيدې د آزادۍ پشمول د بشري حقونو …

واشنګټن ډي سي 17 جون (اے پي پي) امريکې د هند د واكمن ګوند بھارتيه جنتا پارټۍ (بي جے پي) عهديدارو لخوا د توهين آميز بيانونو غندنه كړې ده ۔ د امريکې د خارجه څانګې وياند نيډ پرائس د خبري كنفرنس په مهال ووئيل امريكا د بي جے پي د دوه عهدېدارو د جارحانه تبصرو غندنه كوي۔ ده ووئيل مونږ د مذهب او عقيدې د آزادۍ پشمول د بشري حقونو په مسئلو هندي واكمنو سره د لوړې كچې باقاعده خبرې كوٶ او دوي ته د بشري حقونو د احترام ترغيب وركوٶ۔ د يادونې وړ ده چې د بي جے پي وياندې نوپور شرما د مئي په 26مه نيټه د محمدۖ پحقله په ټي وي توهين آميز تبصره كړې چې پرې ګردې اسلامي نړۍ څخه سخت غبرګون رامخې ته شوې٬عرب رياستونو د كومو چې هند سره نزدې اړېكې دي په سفارتي كچه سخت احتجاج كړې٬ د اسلامي نړۍ د سخت غبرګون نه پس بي جے پي د نوپور شرما د پارټۍ غړيتوب معطل كړې دې٬ پارټۍ خپل يو بل لارښود نوين کمار جندال هم معطل كړے دے چا چې د محمدۖ په شان كښې راپاروٶنكي ټويټس كړې وو

مزید خبریں