بيجنګ 15 جون (اے پي پي) د چين دانشور پروفېسر چېنګ ژي ژونګ هند خبردارر وركړے چې ھغه دې هندوتوا پاليسۍ پرېږدي او اقليتونه په خاص توګه د مسلمانانو ځورونه دې بنده كړي ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د ساٶتھ وېسټ يونيورسټي آف پوليټيکل سائنس اېنډ لا وزيټنګ پروفېسر چينګ ژي ژونګ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د بي جے پي واكمن ګوند دوه غړي دې ونيولے …
هند دې هندوتوا پاليسۍ پرېدي او د مسلمانانو ځورونه دې بنده كړي۔ د چين سکالر
بيجنګ 15 جون (اے پي پي) د چين دانشور پروفېسر چېنګ ژي ژونګ هند خبردارر وركړے چې ھغه دې هندوتوا پاليسۍ پرېږدي او اقليتونه په خاص توګه د مسلمانانو ځورونه دې بنده كړي ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د ساٶتھ وېسټ يونيورسټي آف پوليټيکل سائنس اېنډ لا وزيټنګ پروفېسر چينګ ژي ژونګ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د بي جے پي واكمن ګوند دوه غړي دې ونيولے شي كومو چې د حضرت محمدۖ په شان كښې ګستاخي كړې ۔ ده په هندي چارواكو زور رواړو چې د دې بايد مثبت ځواب وركړے شي ځكه چې دې سره نه يوازې د هندي مسلمانانو بلكې ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو جذبات ژوبل شوي۔ ده نړيوالې ورورولۍ څخه هم غوښتنه وكړه چې ھغوي په مسلمانانو د هند لخوا د ظلمونو نوټس واخلي۔ ده د هندي واكمنو لخوا په مسلمانانو مظاهرچيانو د طاقت د بې درېغه استعمال هم غندنه وكړه











