ګرده نړۍ كښې غېر يقيني صورتحال او يو شمېر بحرانونه٬ د روسه يوکرائن شخړه٬ صحت٬ اقتصادي٬ ماحولياتي٬ جغرافيائي او سياسي بحرانونو سره مخ ده۔ ډبليو ټي او

جنيوا 13 جون (اے پي پي) د تجارت نړيوالې ادارې (ډبليو ټي او) وئيلي دي چې ګرده نړۍ غېر يقيني صورتحال او يو شمېر بحرانونه سره مخ ده چې پكښې د روسه يوکرائن شخړه٬ صحت٬ اقتصادي٬ ماحولياتي٬ جغرافيائي او سياسي بحرانونه شامل دي ۔ د چين خپرونې ادارې د ډبليو ټي او ډائرېکټر جنرل نکوزي انکونجو اويلا د 12م ډبليو ټي او وزارتي كنفرنس ته د خطاب حواله وركولو سره …

جنيوا 13 جون (اے پي پي) د تجارت نړيوالې ادارې (ډبليو ټي او) وئيلي دي چې ګرده نړۍ غېر يقيني صورتحال او يو شمېر بحرانونه سره مخ ده چې پكښې د روسه يوکرائن شخړه٬ صحت٬ اقتصادي٬ ماحولياتي٬ جغرافيائي او سياسي بحرانونه شامل دي ۔ د چين خپرونې ادارې د ډبليو ټي او ډائرېکټر جنرل نکوزي انکونجو اويلا د 12م ډبليو ټي او وزارتي كنفرنس ته د خطاب حواله وركولو سره ووئيل چې اداره د نړيوالې ورورولۍ او اولس خدمت كولې شي او دا چې ګڼ اړخيزه تجارتي نظام فعاله ساتل د هر چا په ګټه دې۔ ده ووئيل ډبليو ټي او له اوس د خوراك د بحران لاره نيول پكار دي، وچ كالي ، سېلاب، زياته ګرمي، د موسمياتي بدلون اثرات او د سپلائي چين په لاره كښې د ولاړو خنډانو سره سره د كرونا وباء په نړيواله كچه د خوراك بيعه زياته كړې ده او دا صورتحال د روسيه او يوكرائن جنګ د لاسه لا كړكېچن شوې دې۔ د ملګرو ملتونو د فوډ اېنډ اېګريكلچرل آرګنائزيشن شمېرو له مخې تېر كال د مئي په مقابله كښې سږ كال د غنمو بيعه كښې 56 فيصده اضافه شوې ده، د غلې مجموعي بيعه كښې 30 فيصده او د نباتاتي تېلو بيعه كښې په كلنه توګه 45 فيصده اضافه شوې ده

مزید خبریں