سرینګر۔13جون(اے پی پی) د بي جے پي لارښودو لخوا د نبي كريم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ په ضد د جموں وكشمير په سوپور سيمه كښی برقعه كوؤنكو مېرمنو او د ځايي مدرسو انجونو زده كوؤنكو چنكي پوره څخه تر سوپور تاڼې احتجاجي لاريون وويستلو۔ لاريون كښی ګډون كوؤنكو پلے كارډز پورته كړې وو په كومو چې د بي جے پي لارښودو نوپور شرماه او نوين جندال په ضد …
د بي جے پي لارښودو لخوا د نبي كريم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ په ضد كشمير كښی د مېرمنو احتجاجي لاريون
سرینګر۔13جون(اے پی پی) د بي جے پي لارښودو لخوا د نبي كريم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ په ضد د جموں وكشمير په سوپور سيمه كښی برقعه كوؤنكو مېرمنو او د ځايي مدرسو انجونو زده كوؤنكو چنكي پوره څخه تر سوپور تاڼې احتجاجي لاريون وويستلو۔ لاريون كښی ګډون كوؤنكو پلے كارډز پورته كړې وو په كومو چې د بي جے پي لارښودو نوپور شرماه او نوين جندال په ضد د سختې كارروائۍ مطالبه ښكاره ليدلې شوه۔ دې نه يوه ورځ وړاندې د ګورنمنټ بوائز او ګرلز هائر سېكنډري سكولونو زده كوؤنكو او د سوپور سيمې تجارانو هم د ګستاخۍ دغه بيانونو په ضد احتجاجي لاريون ويستلې وو۔











