نيويارك 11جون (اے پي پي) د امريکې خلائي ادارے ’’ نېشنل ايروناټکس اينډ سپيس ايډمنسټرېشن‘‘ ئيلي دي چې د روس خلائي ايجنسۍ روس کوموس سره به د كوټلې خلائي پروازونو په اړه مرسته روانه ساتلې شي۔ناسا ميډيا آفس ذريعو تاس نيوز ته ووئيل زمونږ اداره د روکوموس سره د يوې لوظنامې ترمخه کار روان ساتلې دې،د لوظنامې ترمخه به مونږ د نړيوال خلائي سټېشن لپاره د معمول له مخې كوټلي …
كوټلي خلائي پروازونو په اړه به د روس سره مرسته روانه ساتلې شي۔امريکا
نيويارك 11جون (اے پي پي) د امريکې خلائي ادارے ’’ نېشنل ايروناټکس اينډ سپيس ايډمنسټرېشن‘‘ ئيلي دي چې د روس خلائي ايجنسۍ روس کوموس سره به د كوټلې خلائي پروازونو په اړه مرسته روانه ساتلې شي۔ناسا ميډيا آفس ذريعو تاس نيوز ته ووئيل زمونږ اداره د روکوموس سره د يوې لوظنامې ترمخه کار روان ساتلې دې،د لوظنامې ترمخه به مونږ د نړيوال خلائي سټېشن لپاره د معمول له مخې كوټلي پروازونه روان ساتو۔دا خبره دې ياده وي چې د روس سټيټ سپيس کارپوريشن مشر د روس کوموس ډيمرټي روګوزين تيره مياشت وئيلي ؤ چې ناسا سره سيټ سويپ فلائټس پريكړه به د حکومتي تګلارې بشپړيدو نه پس په جون كښې كولې شي۔











