بوګوټا 11 جون (اے پي پي)د کولمبيا په کاکيټا ښار کارټاګينا ډيل چيرا كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د نيکارټاګينا ډيل چيرا ميئر ايډلبرټو مولينا هرنينډز په اړه ووئيل چاؤدنه د ځائې وخت له مخې لس نيمې بجے شوې ده۔ د دفاع وزير ډياګو مولانو په خپل يو ټويټ كښې ووئيل د چاؤدنې په نتيجه كښې څلور كسان مړه …
کولمبيا كښې چادنه ٬ څلور كسان مړه
بوګوټا 11 جون (اے پي پي)د کولمبيا په کاکيټا ښار کارټاګينا ډيل چيرا كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د نيکارټاګينا ډيل چيرا ميئر ايډلبرټو مولينا هرنينډز په اړه ووئيل چاؤدنه د ځائې وخت له مخې لس نيمې بجے شوې ده۔ د دفاع وزير ډياګو مولانو په خپل يو ټويټ كښې ووئيل د چاؤدنې په نتيجه كښې څلور كسان مړه شوې دي۔ده ووئيل په چاؤدنه كښې يو ډرائيور،مور او درې كسن ماشوم مړه شوې دې، دغسې يوه 57 كلنه ميرمن زياته ژوبل شوې وه كومه چې به په روغتون كښې مړه شوه،په چاؤدنه كښې دوه كسان ژوبل شوې هم دي۔











