حج ، د سركارى سكيم لاندي 7 نيم زره پاكستانيان حج كوؤنكي مدينې منورې ته ورسېدل

مدینه منورہ۔10جون (اے پی پی) د حج 2022 فلائټ آپرېشن د لارې د سركاري سكيم لاندې 7 نيم زره پاكستانيان حج كوؤنكي مدينې منورې ته رسېدلې دي۔ د پاكستان هاؤس ميډيا سېل له مخې پاكستان څخه نېغ په نېغه مدينه منورې ته رسېدونكي حاجيان به دلته 8 ورځې تېرولو نه وروستو مكې مكرمې ته روانېږي۔ د حج نه وروستو به دوئي خپل هېواد ته روانېږي ٬ دغسې د حج نه …

مدینه منورہ۔10جون (اے پی پی) د حج 2022 فلائټ آپرېشن د لارې د سركاري سكيم لاندې 7 نيم زره پاكستانيان حج كوؤنكي مدينې منورې ته رسېدلې دي۔ د پاكستان هاؤس ميډيا سېل له مخې پاكستان څخه نېغ په نېغه مدينه منورې ته رسېدونكي حاجيان به دلته 8 ورځې تېرولو نه وروستو مكې مكرمې ته روانېږي۔ د حج نه وروستو به دوئي خپل هېواد ته روانېږي ٬ دغسې د حج نه وروستو به نېغ په نېغه مكې ته د رسېدونكو حاجيانو هېواد ته واپسي د مدينې منورې نه وي۔ داے پي پي لخوا د پاكستان حاجيانو د استوګنې ودانيو شوې سروے له مخې تر دې دمه حاجيانو د قيام او طعام او ټرانسپورټ حوالې سره د پاكستان د مذهبي چارو وزارت لخوا په شوو انتظامات د اطمينان څرګندونه كړې ٬ بياهم د سعودی د حج وزارت لخوا د معارفي كړي موبائل اېپ اعستعمال حوالې سره ځينې مشران او نالوستې يا د سوشل ميډيا نه ناواقفه كسان ستونزو سره مخ دي۔ دا كسان په رياض الجنة كښې د عبادت كولو اجازت نامه نه شي ترلاسه كولې او دوئي له به مكې مكرمې ته روانېدو لپاره هم د دې موبائل اېپ دلارې درخواست وركول وي۔ اے پي پي سره خبرو كښې د حج (مدينه) ډائرېكټر ضياﺀ الرحمن ووئيل د موبائل اېپ په اړه د خلقو د ستونزو نه خبر يم او په دې لړ كښې ما د سعودي د حج وزارت سره تماس نيولے دے٬ د دې مسئلې به زر تر زره كوم حل راوويستلے شي

مزید خبریں