د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال نسټ پوهنتون كښې د بيجنګ فورم دستورې ته وېنا

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د چين وګړو له پاكستان دوئم كور دے٬د پاكستان او چين اړيكې جيو اكنامك دور كښې داخل شوي٬په ټوله نړۍ كښې بدلون راروان دے٬او د ټولې نړۍ نظر په اېشيا دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نسټ پوهنتون كښې د بيجنګ فورم دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل د دې فورم اهميت په دې لحاظ هم زيات دې چې مونږ د پاكستان او چين سفارتي ملګرتيا 65مه سالګره لمانځو۔ده ووئيل د يو كال وړاندې سي پيك پروژه د كاغذ يوه ټكړه وه ولې اوس پھ دې عملي كار پېل شوې۔ده ووئيل د سيمه ايزو رابطو وده كښې به د پاك چين اقتصادي راهدارۍ مهم كردار وي۔ده ووئيل د سياسي عدم استحكام لاره به نيول وي٬سياسي استحكام سره سره معاشرتي همغږۍ ته هم اړتيا ده۔ده ووئيل پخوا توان او ټرانسمېشن لائنز ته پام ګرځولې شوې نه دې