اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د پینډۍ چېمبر مشرانو د نهې پھ ورځ ليدلې دي۔په پلاوي كښې د چېمبر صدر عامر اقبال٬سينئر وائس صدر راشد وائي٬ګروپ ليډر سهيل الطاف او د چېمبر پخوانې صدر اېس اېم نسيم شامل وو۔په دې موقع پخوانې وفاقي وزير راجه شاهد ظفر هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې هېواد كښې په بېلا بېلو روانو …

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د پینډۍ چېمبر مشرانو د نهې پھ ورځ ليدلې دي۔په پلاوي كښې د چېمبر صدر عامر اقبال٬سينئر وائس صدر راشد وائي٬ګروپ ليډر سهيل الطاف او د چېمبر پخوانې صدر اېس اېم نسيم شامل وو۔په دې موقع پخوانې وفاقي وزير راجه شاهد ظفر هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې هېواد كښې په بېلا بېلو روانو پرمختيائي پروژو او په خاص توګه د سي پېك ٬د چېمبر٬د كاروباري چارو او د تجارانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې۔ د پلاوي غړو ووئيل د حكومت غوره پالېسيو او د امن وضعې ښه كېدو په سوب د كاروباري ورورولۍ باور بحال كېدو سره سره هېواد كښې كاروباري هلې ځلې زياتولو له غوره چاپېرچل جوړ شوے۔ پلاوي ووئيل د پنډۍ بائي پاس جوړېدو سره به د ښار مسئلې ختمې شي او كاروباري حلقو ته اسانۍ او نوې موقعې رامخې ته شي۔ داخله وزير هېواد كښې كاروباري هلو ځلو ته د ودې وركولو او د پاكستانو مصنوعاتو په نړيواله كچه معارفي كولو په لړ كښې د پنډي چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري تاريخي كردار وستائلو۔ وفاقي وزير ووئيل تجاران دې د ښې وضعې څخه استفاده وكړي او د معاشي چارو په لا ښه كولو كښې دې كردار ترسره كړي۔ده ووئيل حكومت به د معاشي چارو ودې او د كاروباري خلقو ستونزې هوارولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې جاري ساتي