د چين سکالر د هندي سركار بي جے پي لارښودو د توهين آميز بيانونو غندنه وكړه

بيجنګ 07 جون (اے پي پي) د چين سکالر د هندي سركار بي جے پي لارښودو د توهين آميز بيانونو غندنه كولو سره وئيلي دي دا د نرېندرا مودي سركار د بغاوت٬ انتها پسندۍ، رياستي ترهګرۍ او تقسيم كړه او حكومت وكړه د پاليسو يوه بله عملي مظاهره ده۔ دا خبره د چين د ساٶتھ وېسټ يونيورسټي آف پوليټيکل سائنس اينډ لا وزټنګ پروفېسر او د سوئيلي آسيا هېوادونو كښې …

بيجنګ 07 جون (اے پي پي) د چين سکالر د هندي سركار بي جے پي لارښودو د توهين آميز بيانونو غندنه كولو سره وئيلي دي دا د نرېندرا مودي سركار د بغاوت٬ انتها پسندۍ، رياستي ترهګرۍ او تقسيم كړه او حكومت وكړه د پاليسو يوه بله عملي مظاهره ده۔ دا خبره د چين د ساٶتھ وېسټ يونيورسټي آف پوليټيکل سائنس اينډ لا وزټنګ پروفېسر او د سوئيلي آسيا هېوادونو كښې د چين پخواني دفاعي اتهاشي او د چارهار انسټي ټيوټ سينئر فيلو چينګ ژزهانګ د نهې په ورځ خپل بيان كښې كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل حضرت محمدۖ نه يوازې اسلامي نړۍ بلكې ټولې نړيوالې ورورولۍ لپاره قابل احترام شخصيت دے٬ د حضرت محمدۖ د سيرت طيبه مطالعه كونكے يو كس هم د محمدۖ په شان كښې توهين نشي برداشت كولے۔ ده ووئيل انتها پسند هندو راج مستحكمولو لپاره هندي واكمن د اقليتونو په ضد كرېك ډاٶن كوي او بنيادي بشري حقونه٬ مذهبي آزادۍ او اقليتونه او په خاص توګه د مسلمانانو د بنيادي بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي٬ چې پكښې په تعليمي ادارو كښې په حجاب بنديزونه٬ د مسلمانانو جوماتونه شهيد كول او د دوي په ضد تشدد ته هوا وركول شامل دي۔ ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ او د حضرت نبي اکرمۖ او د ھغه د عقيدت مندو احترام لپاره د نړيوال تحريك په ضد د هند چارواكو د پاليسو او اقداماتو نوټس واخلي٬ دغسې د بي جے پي مشرانو لخوا د توهين آميز بيانونو دې په سختو ټكو په متفقه توګ غندنه وكړي او نړيواله ورورولي په خاص توګه د ملګرو ملتونو د مېكنزم او د بشړي حقونو كونسل له د هندي چارواكو لخوا د مسلمانانو په نخښه كولو د اقدامات چېلنج كولو له دې سمدستي اقدامات وكړے شي دغسې چې هند كښې د مسلمانانو تحفظ، سلامتيا، ښګړه٬ د دوي د حقونو سره سره د مذهبي ٬ كلتوري شناخت٬ وقار او د عبادت د ځايونو حفاظت باوري كړے شي

مزید خبریں