په پاك افغان پوله د حفاظتي خاردار تار لګولو عمل پېل شوے۔ په اولني پړاؤ كښې به باجوړ ٬ مهمند او خېبر ايجنسۍ كښې تار لګولې شي۔ آئی ایس پی آر

پنډۍ ۔ 20 جون (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوده په امر په پاك افغان پوله د حفاظتي خاردار تار لګولو عمل پېل شوے دے ۔ په اولني پړاؤ كښې به باجوړ ٬ مهمند او خېبر ايجنسۍ كښې تار لګولې شي۔ په داسې ځايونو كښې تر ټولو وړاندې تار لګولې شي چرته چې د مداخلت پیښې زياتې رامخې ته كېږي۔ دوهم پړاؤ كښې به بلوچستان …

پنډۍ ۔ 20 جون (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوده په امر په پاك افغان پوله د حفاظتي خاردار تار لګولو عمل پېل شوے دے ۔ په اولني پړاؤ كښې به باجوړ ٬ مهمند او خېبر ايجنسۍ كښې تار لګولې شي۔ په داسې ځايونو كښې تر ټولو وړاندې تار لګولې شي چرته چې د مداخلت پیښې زياتې رامخې ته كېږي۔ دوهم پړاؤ كښې به بلوچستان او د هېواد په نورو برخو كښې حفاظتي خاردار تار لګولې شي۔ د آئي اېس پي آر ترمخه پاک پوځ په پاك افغان پوله پوستې او قلعه ګانې جوړوي چې مقصد ئې د پولې څارنه لا ښه كول دي۔ د آئي اېس پي آر ترمخه محفوظه پوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او امن او استحكام لپاره بارډر کوآرډنېشن مېکنزم ته اړتيا ده