نوے ډيلے 06جون (اے پي پي) د آل انډيا مجلس اتحاد المسلمين(اے آئي اېم آئي اېم) مشر اسد الدين اوېسيد بي جے پي وياند نپور شرما د ګرفتارۍ غوښتنه كړې ده د چا په ګستاخانه بيان چې اسلامي نړۍ كښې خشم رامخې ته شوے ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې اسدالدين اوېسي ميډيا سره په مركه كښې ووئيل هند خپل عزت د لاسه وركړے او د هېواد خارجه پاليسي …
هند كښېاسدالدين اوېسي د بي جے پي لارښود نپور شرما د ګرفتارولو غوښتنه وكړه
نوے ډيلے 06جون (اے پي پي) د آل انډيا مجلس اتحاد المسلمين(اے آئي اېم آئي اېم) مشر اسد الدين اوېسيد بي جے پي وياند نپور شرما د ګرفتارۍ غوښتنه كړې ده د چا په ګستاخانه بيان چې اسلامي نړۍ كښې خشم رامخې ته شوے ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې اسدالدين اوېسي ميډيا سره په مركه كښې ووئيل هند خپل عزت د لاسه وركړے او د هېواد خارجه پاليسي تباه شوې۔ ده ووئيل زه يوازې د ھغه د معطلۍ نه بلكې د ګرفتارۍ مطالبه كوم۔ ده د هند په خارجه وزارت هم ټكونه كولو سره ووئيل آيا خارجه وزارت د بي جے پي برخه جوړه ګرځېدلے ؟ كه خليجي هېوادونو كښې د هند وګړو په ضد كركه ايز جرائم او تشدد رامخې ته شي نو تاسو به څخه كوئ؟ د حېدرآباد پارلماني غړي ووئيل بي جے پي قصداً خپل وياند راپاروٶنكو بيانونو لپاره لېږي او د خپلو مشرانو د بيانونو په نړيواله كچه د تنقيد نه پس كاروائي كوي۔ ده ووئيل د نبي پاكۖ په شان اقدس كښې د توهين آميز بيان له امله هند د شديد ردعمل سره مخ دے او په قطر كځښې د نائب صدر وينکيا نائيډو په اعزاز كښې د مېلمستياﺀ دستوره منسوخ كړې شوې او د دوه خليجي هېوادونو واكمنو د هند سفيرانو ته خپل احتجاج درج كړے دے











