وزيراعظم محمد نواز شريف او د ده كورنۍ د پروېز مشرف د دور نه احتساب سره مخ دې

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ډاكټر مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف او د ده كورنۍ د پروېز مشرف د دور نه احتساب سره مخ دې٬حكومت د شريكې تحقيقاتي ډلې لخوا د تحقيقاتو په عمل كښې هېڅ خنډ نه دې پیدا كړی۔تېره ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې د پانامه معاملې د پیل كېدو سره وزيراعظم خپل ځان …

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ډاكټر مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف او د ده كورنۍ د پروېز مشرف د دور نه احتساب سره مخ دې٬حكومت د شريكې تحقيقاتي ډلې لخوا د تحقيقاتو په عمل كښې هېڅ خنډ نه دې پیدا كړی۔تېره ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې د پانامه معاملې د پیل كېدو سره وزيراعظم خپل ځان او كورنۍ احتساب لپاره وړاندې كړې۔ده ووئيل چې تحريك انصاف د دې نه وړاندې د(ن)ليګ پھ ضد د درغلۍ تورونه لګولي وو خو جوډېشل كميسون دا تورونه بې بنسټھ ګرځولي۔حقيقت دا دے چې وزيراعظم پھ درېم ځل د اولس پھ طاقت د دې هېواد وزيراعظم جوړ شوې او ټريك رېكارډ پاك لري۔ده ووئيل تحريك انصاف منفي سياست ته وده وركړی او زيات زيان يې پخپله تحريك انصاف ته رسېدلې۔ده ووئيل چې د(ن)ليګ حكومت د اولس په خذمت باور لري۔په دې لړ كښې د ميټرو بس پشمول ګڼ شمېر پروژې پېل كړی شوي دي