ډھاكه 05 جون (اے پي پي) جنوبي بنګله دېش كښې د كنټينر په ډپو كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 170 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د بنګله دېش فائر سروس وياند جلال احمد په اړه ووئيل د كنټينر ډپو ضلع چټاګانګ بندرځائې څخه 40 كلوميټره لري سيتا كنډا سيمه كښې دې،چرته چې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 16 كسان مړه …
بنګله دېش كښې د كنټينر په ډپو كښې د اوور لګيدلو له امله 16 كسان مړه او 170 ژوبل
ډھاكه 05 جون (اے پي پي) جنوبي بنګله دېش كښې د كنټينر په ډپو كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 170 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د بنګله دېش فائر سروس وياند جلال احمد په اړه ووئيل د كنټينر ډپو ضلع چټاګانګ بندرځائې څخه 40 كلوميټره لري سيتا كنډا سيمه كښې دې،چرته چې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 170 ژوبل شوې دي۔ د چټاګانګ چيف ډاكټر الياس چودھري ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل پېښه كښې 16 كسان مړه شوې دي، په ژوبل كسانو كښې د ځينې حالت اندېښمن دې۔ځائې پوليس مشر ابوالكلام آزاد ووئيل فائر فائټرز د پېښې په ځائې كښې په اوور قابو موندلو هڅو كښې بوښت ؤ چې په دې مهال چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې د فائر فائټرز اهلكاررو پشمول 170 كسان ژوبل شوې دي۔ده ووئيل مړه او ژوبل كسان په سمدستي توګه نزدې روغتون ته رسولې شوې دي۔











