سرينګر 04 جون (اے پي پي﴾ د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو كارروائيو كښې د 33 كلونو په مهال 910 كشميري ماشومان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا د جون په څلورمه نېټه د جارحيت ښكار بې ګناه ماشومانو د نړيوالې ورځې په موقع په جاري شوي يو رپورټ كښې انكشاف شوے …
د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د 33 كلونو په مهال 910 كشميري ماشومان شهيدان كړي دي. رپورټ
سرينګر 04 جون (اے پي پي﴾ د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو كارروائيو كښې د 33 كلونو په مهال 910 كشميري ماشومان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا د جون په څلورمه نېټه د جارحيت ښكار بې ګناه ماشومانو د نړيوالې ورځې په موقع په جاري شوي يو رپورټ كښې انكشاف شوے دے چې هندي قابض ځواكونو د جنورې د وړومبې نېټې كال 1989م نه تر اوسه په 96 زره 5 سوه 54 كشميريانو كښې 910 ماشومان هم شهيدان كړي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په دې موده كښې هندي قابض ځواكونو د وګړو قتل عام د لارې په مقبوضه سيمه كښې 1 لك 7 زره 8 سوه 60 ماشومان يتيمان كړي دي.











