سېئول 04 جون (اے پي پي﴾ په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 12048 كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره د ځپليو ټوله شمېره يو كروړ 8153851 ته رسېدلې ده. د چينائي مېډيا له مخې د سوئيلي كوريا د روغتيا وزارت وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په نتيجه كښې نور 9 كسان مړه …
په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 12048 كېسونه رپورټ شوي
سېئول 04 جون (اے پي پي﴾ په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 12048 كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره د ځپليو ټوله شمېره يو كروړ 8153851 ته رسېدلې ده. د چينائي مېډيا له مخې د سوئيلي كوريا د روغتيا وزارت وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په نتيجه كښې نور 9 كسان مړه شوي دي او دې سره په وبا كښې د مړو كسانو ټوله شمېره 24238 ته رسېدلې. وزارت وئيلي دي چې په روغتونونو كښې د 141 رنځورانو حالت اندېښمن دے.











