په عراق كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د داعش 13 وسله وال وژل شوي

بغداد 04 جون (اے پي پي﴾ په عراق كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د داعش 13 وسله وال وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د عراقي پوځ د كمانډر انچيف وياند يحٰی رسول وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو تېره اونۍ په كركوك، نينوٰی او دياله ولايتونو كښې د داعش په اډو فضائي بريدونه كړي دي او په نتيجه كښې ئې 13 وسله وال وژل شوي دي. …

بغداد 04 جون (اے پي پي﴾ په عراق كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د داعش 13 وسله وال وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د عراقي پوځ د كمانډر انچيف وياند يحٰی رسول وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو تېره اونۍ په كركوك، نينوٰی او دياله ولايتونو كښې د داعش په اډو فضائي بريدونه كړي دي او په نتيجه كښې ئې 13 وسله وال وژل شوي دي. ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو په دياله ولايت كښې په شمالي حمرين غره ايزه سيمه ا و د كركوك په يو كلي كښې وسله، چاودېدونكي توكي او مواصلاتي آلات هم ترلاسه كړي دي.

مزید خبریں