دقامي كركټ لوبډلې چېمپیئنز ټرافۍ كښې فتح تاريخي ده۔ خرم دستګير خان

ګوجرانواله ۔19 جون (اے پی پی ) د تجارت وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي چې د قامي كركټ لوبډلې چیمپیئنز ټرافی كښې په زړه پورې فتح په پاكستان د خاص رحمت نښه ده۔ د كركټ په ډول په هره څانګه كښې كاميابۍ زمونږ لارې ته ګوري او د روښانه پاكستان منزل اوس رامخې ته كېږي۔ د اولس په دعاګانو به د حكومت په ضد سازش كوؤنكې ټولګې ناكامه …

ګوجرانواله ۔19 جون (اے پی پی ) د تجارت وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي چې د قامي كركټ لوبډلې چیمپیئنز ټرافی كښې په زړه پورې فتح په پاكستان د خاص رحمت نښه ده۔ د كركټ په ډول په هره څانګه كښې كاميابۍ زمونږ لارې ته ګوري او د روښانه پاكستان منزل اوس رامخې ته كېږي۔ د اولس په دعاګانو به د حكومت په ضد سازش كوؤنكې ټولګې ناكامه كېږي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د سټي صدر او د صوبائي اسمبلۍ غړي حاجی عبدالرؤف مغل لخوا د مسلم ليګ ن كارمندانو په درناوي كښې د روژه ماتي مېلمستيا دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل لوي څښتن نواز شريف په ستونزو كښی د ګېر پاكستانيانو مرستې له رالېږلې دے۔ د كراچۍ په شمول د هېواد په ټولو سيمو كښې د امن فضا جوړه شوې۔ روزانه ناحقه وينه تويدل بند شو۔ نن د پاكستان شمېره د هېواد په رامخې ته كېدونكو معيشتونو كښې كېږي۔ دستورې ته معظم رؤف مغل هم خطاب وكړو۔