سټاك هوم 03 جون (اے پي پي﴾ د ملګرو ملتونو په ماحولياتي غونډه كښې صحت افزا زمكې لپاره په سمدستي توګه په اقداماتو كولو زور راوړل شوے. د چينائي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو شمر وئيلي دي چې دا غونډه كومه چې د سټاك هوم پلس 50 ، د ټولو خوشحالې لپاره يوه صحت افزا سياره، زمونږ ذمه واري، زمونږ موقع په نوم پېژندل كېږي، په يو داسې وخت …
د ملګرو ملتونو په ماحولياتي غونډه كښې صحت افزا زمكې لپاره په سمدستي توګه په اقداماتو كولو زور راوړل شوے
سټاك هوم 03 جون (اے پي پي﴾ د ملګرو ملتونو په ماحولياتي غونډه كښې صحت افزا زمكې لپاره په سمدستي توګه په اقداماتو كولو زور راوړل شوے. د چينائي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو شمر وئيلي دي چې دا غونډه كومه چې د سټاك هوم پلس 50 ، د ټولو خوشحالې لپاره يوه صحت افزا سياره، زمونږ ذمه واري، زمونږ موقع په نوم پېژندل كېږي، په يو داسې وخت كښې كولې شي كله چې نړۍ د موسمياتي بدلون، حياتياتي تنوع د زيان او د الودګۍ درې بحرانونو سره مخ ده. په كال 1972م كښې په وړومبي ځل په سويډن كښې دا ماحولياتي غونډه شوې وه او د دې نه پس پنځوس كاله پس دا غونډه د سوېډن په كوربتوب كښې كېږي.











