د اولس مشر ممنون حسېن د مالديپ دفاع او قامي سلامتيا وزير آدم شريف عمر سره ملاقات كښې خبرې

APP14-26 ISLAMABAD: May 26 – Defence and National Security Minister of Maldives Adam Shareef Umar called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان او مالديپ ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونې سره وئېلي دي مالديپ له مو د پاكستان لخوا د پرله پسې مرستې كولو باور وركړے۔ده دا خبره د مالديپ د دفاع او قامي سلامتيا وزير آدم شريف عمر سره ملاقات كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔پاكستان كښې د مالديپ هائي كمشنر احمد سليم هم په دې موقع موجود وو۔دوي هيله ولرله چې دوه اړخيزه اړيكې به به سباؤن كښې لا مستحكمې شي۔اولس مشر د دفاع په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته د اطمينان څرګندونې سره ووئيل پاكستان د مالديپ اهلكارو له د تربيي آسانۍ وركوي۔ده ووئيل پاكستان د دفاعي پېداوار په لړ كښې پرمختګ كړے٬ځينې هېوادونه د پاكستان سپر مشاق او جے اېف تهنډر الوتكې اخلي۔د مالديپ د دفاع او قامي سلامتيا وزير آدم شريف عمر په پرله پس او ګڼ اړخيزه مرسته كولو د پاكستان مننه كولو سره ووئيل دواړه اسلامي هېوادونه يو بل سره د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې لري