كابل 02 جون(اے پی پی)د پخواني حكومت عهديدارو او سياسي شخصياتو هېواد ته د راستنېدو رابطه كمېشن وئېلي دي د پخواني حكومت ځينو عهديدارو او سياستمدارو هېواد ته په راستندېو د حكومتي وړاندېزونو مثبت ځواب وركړے۔د افغان مېډيا له مخې د كمېشن وياند احمد الله واثق وئېلي دي افغان سياستمدار هېواد ته په راستنېدو د موجوده حكومت په مشرۍ كښې خپلې سياسي هلې ځلې روانې ساتلې شي۔ده ووئيل كمېشن د …
د پخواني افغان حكومت ځينو عهديدارو او سياستمدارو هېواد ته په راستنېدو د حكومتي وړاندېزونو مثبت ځواب وركړے۔افغان عهديدار
كابل 02 جون(اے پی پی)د پخواني حكومت عهديدارو او سياسي شخصياتو هېواد ته د راستنېدو رابطه كمېشن وئېلي دي د پخواني حكومت ځينو عهديدارو او سياستمدارو هېواد ته په راستندېو د حكومتي وړاندېزونو مثبت ځواب وركړے۔د افغان مېډيا له مخې د كمېشن وياند احمد الله واثق وئېلي دي افغان سياستمدار هېواد ته په راستنېدو د موجوده حكومت په مشرۍ كښې خپلې سياسي هلې ځلې روانې ساتلې شي۔ده ووئيل كمېشن د پخواني حكومت ځينې پارليماني غړو او صوبائي ګورنرانو سره رابطه كړې او هيله لرم چې هغوي به د مېډيا په وړاندې هېواد ته د راستنېدو ډېر زر اعلان وكړي۔ده ووئيل د ګل په ورځ 8 ډاكټران٬تعليمي شخصيات او پوهان افغانستان ته بېرته راغلل او ګڼ شمېر افغان سياستمدار او پخواني عهديدارو هېواد ته د راستنېدو اشاره وركړې ده











