كيف 02 جون (اے پی پی) د روسيې ځواكونو د ختيز يوكرين د مهم ښار په يوه برخه قبضه كړې۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د يوكرين وسله والو ځواكونو جنرل سټاف ووئيل چې د روسيې ځواكونو د سيويروډونټسك ښار يوې ختيزې برخې كنټرول ترلاسه كړې دې كومه چې د يوكرېن په كنټرول كښې د لوګانسك سيمې انتظاميې مركز دې۔د لوګانسك سيمه ايز پوځي انتظاميې مشر سرګئې ګائيډائي ووئيل …
د روسيې ځواكونو د يوكرېن د مهم ښار په يوه برخه قبضه وكړه
كيف 02 جون (اے پی پی) د روسيې ځواكونو د ختيز يوكرين د مهم ښار په يوه برخه قبضه كړې۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د يوكرين وسله والو ځواكونو جنرل سټاف ووئيل چې د روسيې ځواكونو د سيويروډونټسك ښار يوې ختيزې برخې كنټرول ترلاسه كړې دې كومه چې د يوكرېن په كنټرول كښې د لوګانسك سيمې انتظاميې مركز دې۔د لوګانسك سيمه ايز پوځي انتظاميې مشر سرګئې ګائيډائي ووئيل چې روس د سيويروډونټسك نزدې 80 فيصده برخه قبضه كړې۔ده ووئيل چې په ياد شوي ښار كښې نښتې روانې دي او د يوكرين ځواكونو د سيوروډونټسك ښار په ځينو برخو كښې ځوابي بريدونه كړي۔ده ووئيل چې د يوكرين ځواكونود روسيې 6 عسكر په سيويروډونټسك كښې د نښتې په مهال نيولې دي











