له افغانستان سره د 32 ملیون ډالرو نوې مرسته وكړې شوه

کابل ۔1جون (اے پی پی) له افغانستان سره نوره 32 ملينه امريكائي ډالره بشري مرستې شوې ده۔ د غېر ملكي خبر رسنې ادارې لمخې مركزي افغان بېنك (ډي اے بي) په خپل بيان كښې وئيلي دي چې هېواد ته د نهې په ورځ د بشري مرستې په بنياد د 32 ملينه امريكائي ډالرو نوې مرسته ترلاسه شوې ده او دغه نغده مرسته كمرشل بېنك ته منتقل كړې شوې ده۔ په بيان كښې په نوې مرسته كولو د نړيوالې ټولنې مننه كولو سره وئيلي شوي دي چې د بېنكنګ سېكټر د لارې د مرستې رسنه سپېځلتيا باوري كوي چې ورسره اولس ته د دې مرستې رسول آسانېږي۔ د نغدې مرستې دې بېج څخه وړاندې افغان مركزي بېنك ته د ګل په ورځ د 32 ملينه امريكائي ډالرو مرسته ترلاسه شوې وه